د علي آباد تدریسي روغتون سرطبیب معرفي شو

IT_Director
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۹:۴۴
سرطبیب شفاخانه تدریسی علی آباد معرفی شد

د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ د لزوم دید پر اساس ډاکټر مشتاق احمد چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د سر طبیب په توګه مقرر شوی و رسماً د کابل طبي علومو پوهنتون د رئيس دوکتور مفتي اسدالله نجات له لوري په داسې حال کې چې د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم، د روغتیایي موسسو چارو مرستیال دوکتور محمد هاشم ځاځي او د دغه روغتون رئيس ډاکټر عبدالمطلب شینواري هم حضور درلود استادانو، ډاکټرانو او کارمندانو ته ور وپېژندل شو.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس روغتونونه د روغتیا په برخه کې خلکو ته د خدمت کولو مرجع وګڼله او له نوي سر طبیب څخه یې وغوښتل چې د زیات کار لپاره هڅه وکړي او دغه روغتون په سمه توګه رهبري کړي، همدا راز نوموړي د روغتون مخکیني سر طبیب څخه چې په سختو شرایطو کې یې په دغه روغتون کې کار او خدمت تر سره کړی وستایه او له هغه یې مننه وکړه. 

د علي آباد تدریسي روغتون رئيس د نوي سرطبیب لپاره د بریالیتوب هیله وکړه او ډاډ یې ور کړ چې په هر اړخیزو هڅو او همکاریو به د روغتون چارې مخکې وړو او له پخواني سرطبیب څخه چې له ده سره یې د روغتون په ټولو چارو کې همکاري کړې وه مننه کړه.

د علي آباد تدریسي روغتون نوي ټاکل شوي سر طبیب ډاکټر مشتاق احمد د لوړو زده کړو وزارت او پوهنتون رهبرۍ له بارو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل چې په یوه اداره کې  پراختیا او پرمختګ ټيمي کار پورې اړه لري او ژمنه یې وکړه چې له استادانو سره په همغږۍ او مشورې سره د ځوانو ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې او ناروغانو او هېوادوالو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو لپاره به هڅه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS