د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د کابل د طبي علومو پوهنتون د درسي بهیر له پیل څخه لیدنه وکړه.

IT_Director
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۷ - ۱۴:۳۷
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د کابل د طبي علومو پوهنتون د درسي بهیر له پیل څخه لیدنه وکړه.

شنبه ۷ کب ۱۴۰۰

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداری معین مولوي اسدالله فرید، د یاد وزارت ویاند مولوي احمد تقي او ورسره پلاوي چې د کابل طبي پوهنتون رییس پوهنیار دوکتور فضل الرحمان رحماني، مالي او اداري مرستیال انجنیر عظیم الله کامران، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دوکتور سید محفوظ بدخش، د طب پوهنځي رئیس پوهنوال دوکتور هدایت الله حیات ، دنشراتو او اړیکو آمر صبغت الله سجاد هم حضور درلود، د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلینو د درسونو د پیل څخه لیدنه وکړه.

مولوي اسدالله فرید محصلینو ته د الله تعالی له دربار څخه په درسونو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او ویې ویل: « د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي چې په پوهنتونونو کې د محصلینو لپاره معیاري، سالم او ښه چاپېریال رامنځته کړي نوموړي له زده کوونکو وغوښتل، چې د درسونو لپاره په خپل وخت حاضر واوسي او په لېوالتيا خپل درسونه پرمخ يوسي. همدا راز ښاغلي فرید له هغو استادانو څخه چې په هېواد کې د ننه پاتې دي او خپلو مقدسو دندو ته دوام ورکوي، خوښي څرګنده کړه، دوی یې د هېواد علمي شتمني وګڼل او مننه یې ترې وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS