د "مرسته د زده کړې لپاره" بنسټ لخوا د کابل طبي علومو پوهنتون له کتابتون سره  ۱۰ پایې کمپیوټرونه مرسته وشوه.

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۹:۰
د "مرسته د زده کړې لپاره" بنسټ لخوا د کابل طبي علومو پوهنتون له کتابتون سره  ۱۰ پایې کمپیوټرونه مرسته وشوه.

"مرسته د زده کړې لپاره" بنسټ د محصلینو کارونې په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون کتابتون ته د ۱۰ پایو ډیسک ټاپ کمپیوټرونو مرسته وکړه او د دغه پوهنتون رهبرۍ غړیو په شتون کې یاد کتابتون ته وسپارل.

د کابل طبي علومو پوهنتون سرپرست ډاکټر مفتي اسدالله نجات، د دغه بنسټ له مرستې مننه وکړه او د نویو طبي کتابونو په مرسته او د ډیجیټل کتابتون د سیستم په فعالولو کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

له بلې خوا د یاد بنسټ استازي حاجي غمي شیرینزوی له پوهنتون سره د امبولانس، طبي وسایلو او کمپیوټرونو په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړ.

 د یادونې وړده، چې دغه کمپیوټرونه به د کابل د طبي علومو پوهنتون په کتابتون کې د محصلینو د مطالعې او څېړنې لپاره وکارول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۲۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سینا» رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ  او شورا د غړیو په حضور د دغه پوهنتو علمي شورا ناسته ترسره شوه چې پکې د یو لړ مهمو علمي موضوعاتو کتنه وشوه او په اړه یې پرېکړې وشوې.  

په یاده ناسته کې د علمي شورا د آجنډا اړوند ۱۰ مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې چې اساسي برخه یې د استادانو علمي ترفېع، تقرر او نور علمي مسایل وو. 

د شورا غړیو د دغه علمي موضوعاتو په اړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له اداري کارمندانو څخه د دعوت او ارشاد آمریت له لوري په (اسلامي شریعت کې معاملات) تر عنوان لاندې دیني درسونو آزموینه د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په حضور واخیستل شوه.

دغه آزموینه په داسې حال کې ترسره شوه چې د کابل طبي علومو پوهنتون کارمندانو په تېره ربعه کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د درسي نصاب او لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه د دعوت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري کمېټې غونډه د دغه پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ او د کميټې غړیو په حضور ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې د مالي او اداري چارو مرستیال د پوهنتون او تدریسي روغتونونو د ۱۴۰۵ کال د نیازمندیو لېست ترتیبولو، په ادارو کې د شته ستونزو په له منځه وړلو، د چارو ښه ترسره کېدو لپاره. . .

BACK TO NEWS