د مغز هیداتید کیست جراحي عملیات په بریالي ډول تر سره شو

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۹:۱۰
د مغز هیداتید کیست جراحي عملیات په بریالي ډول تر سره شو

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ د یو ۵۶ کلن ناروغ د مغز کیست جراحي عملیات په بریالي ډول تر سره کړل.

دغه ناروغ د سر درد له امله یاد روغتون ته مراجعه کړې وه چې تر لازمو معایناتو وروسته یې هیداتید کیست تشخیص او د یاد ډيپارټمنټ ډاکټرانو او متخصصانو له لوري د نوموړي له مغز څخه د یو بریالي عملیات په وسیله دغه کېست و ایستل شو. 

د اعصابو جراح ډاکټر محمد باقر سعیر د ناروغ وضعیت د ډاډ وړ بولي او وایي چې موږ وکولای شول چې د ناروغ له مغز څخه دغه کېست په بشپړ ډول را وباسو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS