د کابل ابوعلي ابن‌سینا طبي علومو پوهنتون کې د ښاري چاپېریال او د هغه اړوندو ستونزو په هکله دویمه خبري ناسته

IT_Director
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۰:۱
KUMS News

دا ناسته چې د ۱۳۹۸ لمزیز کال د لړم (عقرب) میاشتې په ۲۹مه نېټه د کابل ابوعلي ابن‌سینا د طبي علومو پوهنتون د کنفرانسونو په لومړۍ شمېره اتاق کې دایر شوه، د قرآن پاک څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. په دې ناسته کې د یاد پوهنتون رییس، د عامې روغتیا پوهنځي رییس، استادانو او محصلانو، او د کابل ښاروالۍ آغلې معیینې ګډون کړی وو. په دې ناسته کې لومړی د کابل ښاروالۍ د ملاتړ پروګرام مسئوول ښاغلي ډاکتر عبدالاحد سهرابي په مفصل ډول دا پروګرام ګډونوالو ته معرفي او د اړوندو بنسټونو کاري لیدلوري یې مشخص کړل. 

بیا د کابل ابوعلي ابن سینا د طبي علومو پوهنتون رئیس ښاغلي پوهاند ډاکتر وحیدالله مومند د چاپېریال ساتنې د موضوع په هکله خبرې وکړې او د طبابت له نظره یې دا موضوع بیان کړه، دغه راز هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسلام له دین سره د دې موضوع د مستقیم تړاو په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې وویل، چې د اسلام سپیڅلي دین چاپېریال ساتنې په برخه کې ډېر ټینګار کړی، چې په بېلابېلو آیتونو او احادیثو کې ورته اشاره شوې او په دې ټولو د عمل کولو په برخه کې باید ډېرې هلې ځلې وکړو. 

بیا د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو معیینې آغلې ډاکترې مهتاب عالمي هم د ناستې اړوند موضوع په هکله خپل نظر او لیدلوری بیان کړ. 

د غونډې په دویمه برخه کې د عامې روغتیا او چاپېریال ساتنې برخې د متخصصینو په وسیله د پنل دسکشن موضوع پیل، د چاپېریال ساتنې بېلابېل اړخونه یې بیان او د چاپېریال د ودې بېلابېلې لارې یې و ارزولې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS