د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون آنلاین طبي ژورنال اړوند شپږمې ناستې دایرول

IT_Director
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۱ - ۱۴:۴۶
تدوین ژورنال

دا ناسته چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومي (جدي) میاشتې په ۱۱مه نېټه د ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون د کیفیت تضمین او اعتباردهۍ د ناستو په خونه کې دایره شوه. د طبي علومو پوهنتون رئیس ښاغلي محترم پوهاند ډاکتر وحیدالله مومند، د یاد پوهنتون علمي معاون ښاغلي پوهاند ډاکتر نجیب الله امرخېل، د علمي څېړنو په برخه کې د لوړو زده‌کړو وزارت مشاور ښاغلي ډاکتر محمد وسیم اقبال، د علمي څېړنو د کمیسیون آمر ښاغلي پوهاند ډاکتر عبدالواسع سلطاني او د طبي علومو پوهنتون د طبي ژورنال د (Editorial Board) غړو ګډون کړی وو.

لومړی د پوهنتون رئیس د ډاکتر محمد وسیم اقبال او د علمي څېړنو آمر پوهاند ډاکتر عبدالواسع سلطاني د کړنو او فعالیتونو او دغه راز د هغو استادانو له هلو ځلو او خدمتونو مننه او د هغوی لا بریا لپاره یې هیله وکړه. د یادونې ده چې په دې ناسته کې د علمي مقالو د خپراوي لپاره کړنلاره، د آنلاین ژورنال وبپاڼې په هکله د معلوماتو، د اړوندې کمیټې له نظره د مقالو تاییدولو، د (Plagiarism Checker) نرم افزار جوړولو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله بحث او خبرې اترې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS