د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون د علي آباد په تدریسي روغتون کې د طبابت د اخلاقو اړوند کنفرانس دایرول

IT_Director
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۹ - ۱۲:۳۱
گذارش

دا کنفرانس د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومي (جدي) میاشتې په ۱۹ نېټه د علي آباد تدریسي روغتون په کنفرانس خونه کې دایر شو، چې د روغتیايي مؤسسو معاون صاحبې محترمه پوهنوال ډاکترې زبیده ژواک، د علي آباد تدریسي روغتون ډاکترانو او نرسانو او د طبي علومو پوهنتون یو شمېر استادانو پکې ګډون کړی و.

یاد کنفرانس د طبابت د اخلاقو په اړه د معلومات ورکولو او دغه راز د دندو پر مهال د طبابت اړوندو اخلاقو په پام کې نیولو په موخه دایر شوی و. د عدلي طب څانګې استاد ښاغلي پوهندوی ډاکتر محمد یوسف یادګاري د طبابت اخلاقو د بېلابېلو ابعادو په اړه خبرې وکړې او اړوندې موضوع په هکله یې ګډونوال ته مفصل معلومات ورکړل.

په پای کې هم د صحي مؤسسو معاون د یاد کنفرانس د موضوع عمومي نچوړ بیان کړ، په روغتونونو کې یې د طبابت اخلاق ضروري اړتیا وبلله او له ټولو ګډونوالو یې وغوښتل چې تل د دندو پرمهال د طبابت اخلاق په پام کې ونیسي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS