د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون (ICT Center)‌، د استادانو لکچر ثبتوونې خونه او د علي آباد تدریسي روغتون د ځانګړو مراقبتونو خونه (ICU) افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

IT_Director
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۷ - ۹:۴۴
minister of higher education

د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومي (جدي) میاشت په (۴) نېټه چهارشنبې ورځ د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون کې په دې مناسبت اړوند غونډه دایره شوه، چې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وزیر او علمي معین ښاغلي پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي او ورسره مل پلاوي، د کیفیت د تضمین او اعتبار دهۍ رییس ښاغلی حاجي محمد نعیمي، د لوړو زده‌کړو وزارت د معلوماتي تکنالوژۍ رییسې آغلې شکریه جمال، د لوړو زده‌کړو وزارت د ودې او انکشاف پروګرام رییس نور احمد درویش، د یاد پوهنتون رییس ښاغلي پوهاند ډاکتر وحیدالله مومند، اداري پلاوي او د دې پوهنتون استادانو پکې ګډون کړی وو.

دا غونډه د ډاکتر صیب سید احمد سروش په وسیله د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. بیا د پوهنتون رییس ښاغلي پوهاند ډاکتر وحیدالله مومند د یاد پروګرام پرانیستلو سربېره د دې پروژې له تمویلوونکي (د لوړو زده‌کړو وزارت د ودې او انکشاف پروګرام) او د لوړو زده‌کړو وزارت له رهبري پلاوي مننه وکړه او له استادانو او محصلینو یې وغوښتل چې له دې مرکز او د لکچرونو له دې ثبتوونکې خونې‌ په ګټوره توګه کار واخلي.

ورپسې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وزیر او علمي معین ښاغلي عبدالتواب بالاکرزي د (ICT Center) او د استادانو د لکچرونو د ثبت خونې پرانیستل د یاد پوهنتون او د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او د طبي علومو پوهنتون وضعیت یې ډېر هیله بښوونکی وباله. د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وزیر د دې مرکز او د لکچرونو د ثبت خونې له مسئولینو وغوښتل چې د یاد مرکز او ثبت خونې د وسایلو او تجهیزاتو د ساتنې په برخه کې ډېره پاملرنه وکړي.

بیا د لوړو زده‌کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ برخې رییسې آغلې پوهنمل شکریه جمال د (ICT Center) او د لکچرونو د ثبت خونې په هکله خبرې وکړې او (ICT Center) یې د استادانو د څېړنو لپاره یو ګټور او مناسب ځای وباله.

همدارنګه په دې غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت د ودې او انکشاف پروګرام رییس ښاغلي نور احمد درویش هم د لوړو زده‌کړو د ودې او پراختیا په برخه کې د دې پروګرام په هکله معلومات ورکړل او په یاد پوهنتون کې د (ICT Center) او د استادانو د لکچر ثبتونې خونې د پرانیستې له امله ډېر خوښ شو.

د یادې غونډې په پای کې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وزیر او هغه سره مل پلاوي، د کابل طبي علومو پوهنتون رییس، اداري پلاوي او استادانو د ګلانو پټۍ په پریکولو سره یې د (ICT Center) او د استادانو د لکچر ثبتوونې خونه پرانیستل او دواړه یې ګټې اخیستنې ته وسپارل.

همدارنګه د دې غونډې په ختمېدو سره د لوړه زده‌کړو وزارت سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د طبي علومو پوهنتون د رییس او اداري پلاوي په ملتیا سره د علي آباد تدریسي روغتون ته لاړل او د (ICU) د جدي مراقبتونو برخه، د جراحۍ خدمات او د یاد روغتون کمپیوټرخونې یې پرانیستې او ټولې یې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS