د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون په تېرو درېیو میاشتو کې ۱ میلیون، ۶۴۴ زره او ۷۲۳ افغانۍ عواید را ټول کړي دي.
دغه عواید د سراپا (OPD)، ریفرېکشن، جراحي عملیاتونو، د عینکو جوړولو او توزېع، لابراتوار، OCT، داخل بستر خدماتو او فارمسي له برخو څخه راټول شوي دي.
