د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکترانو د لومړي ځل لپاره په اندوسکوپيک روش سره د یو ۴۵ کلن ناروغ د نخامیه غدې تومور لرې کولو جراحي بریالی عملیات ترسره کړ.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۳
داکتران دیپارتمنت جراحی اعصاب شفاخانه تدریسی علی آباد پوهنتون علوم طبی کابل « ابو علی ابن سینا» از انجام اولین عمل جراحی برداشت موفقانه تومور غده نخامیه به روش اندوسکوپیک بالای بیمار  ۴۵ ساله خبر میدهند. 

د دغه ډيپارټمنټ غړی ډاکټر رحمت الله صلاح نورزی وايي چې ناروغ له ډېرې مودې راهیسې د سترګو لید کموالي، شدید سر درد، د سر، پښو، ژبې او ژامې غیر طبیعي لویوالي، ژبې غیر طبیعي حرکتونو او غږ بدلون له امله روغتون ته مراجعه کړې وه چې دا ټولې د اکرومګالي (Acromegaly) ناروغۍ نښې دي. له کره او بشپړ معایناتو وروسته تشخیص شوه چې ناروغ د مغز نخامیه غدې (Pituitary gland) تومور لري چې د پوزې له لارې یې د تومور لرې کولو جراحي عملیات ترسره شو.  

د یادولو وړ ده چې د ناروغ په ښه روغتیايي حالت رخصت شو او لرې کړل شوی تومور د زیاتو کتنو لپاره د پتالوژي ډيپارټمنټ ته ولېږل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS