د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو د تجهیز په موخه د ۱۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۰۶ قلمه طبي تجهیزات او فرنیچرونه د Project CURE موسسې له لوری دغه پوهنتون ته وسپارل شول. 

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۸:۴۲
به منظور تجهیز شفاخانه‌های تدریسی پوهنتون علوم طبی کابل، ۱۰۶ قلم تجهیزات طبی و فرنیچر به ارزش ۱۴ هزار دالر امریکایی از سوی مؤسسه Project CURE به این پوهنتون اهدا گردید.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان له دغه مرستې څخه  د مننې تر څنګ ټینګار وکړ چې د نړۍ په هر ګوټ کې مېشت افغانان باید د خپل وطن او خلکو په اړه فکر ولري او تل د هېواد اړمنو ته په خدمت کولو کې برخه واخلي.

د یادولو وړ ده چې ورکړل شوي تجهیزات به د پوهنتون رهبرۍ د نیاز سنجۍ له مخې اړوندو تدریسي روغتونونو ته ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۲۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سینا» رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ  او شورا د غړیو په حضور د دغه پوهنتو علمي شورا ناسته ترسره شوه چې پکې د یو لړ مهمو علمي موضوعاتو کتنه وشوه او په اړه یې پرېکړې وشوې.  

په یاده ناسته کې د علمي شورا د آجنډا اړوند ۱۰ مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې چې اساسي برخه یې د استادانو علمي ترفېع، تقرر او نور علمي مسایل وو. 

د شورا غړیو د دغه علمي موضوعاتو په اړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له اداري کارمندانو څخه د دعوت او ارشاد آمریت له لوري په (اسلامي شریعت کې معاملات) تر عنوان لاندې دیني درسونو آزموینه د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په حضور واخیستل شوه.

دغه آزموینه په داسې حال کې ترسره شوه چې د کابل طبي علومو پوهنتون کارمندانو په تېره ربعه کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د درسي نصاب او لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه د دعوت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري کمېټې غونډه د دغه پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ او د کميټې غړیو په حضور ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې د مالي او اداري چارو مرستیال د پوهنتون او تدریسي روغتونونو د ۱۴۰۵ کال د نیازمندیو لېست ترتیبولو، په ادارو کې د شته ستونزو په له منځه وړلو، د چارو ښه ترسره کېدو لپاره. . .

BACK TO NEWS