د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سينې، زړه او رګونو ناروغيو په انسټېټیوټ کې د زړه خلاص عملیات پیل شول.

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۹:۵
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سينې، زړه او رګونو ناروغيو په انسټېټیوټ کې د زړه خلاص عملیات پیل شول.

په یاد انسټېټیوټ کې د زړه خلاص عملیات د وسايلو او تجهیزاتو د نشتوالي له امله بند شوي وو، چې دې وروستیو کې د چارواکو په هڅو او د وسایلو او تجهیزاتو په پېرلو سره یو ځل بیا د زړه خلاص جراحي عملیات او د زړه ولادي نقیصه ترمیم پیل او په بریالیتوب سره د یو ١٤ کلن ماشوم د زړه خلاص عملیاتو ترسره شول.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د روان کال د تلې میاشتې په دیارلسمه نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار ډاکټر فضل الرحمن رحماني، ډاکټرانو او استادانو سربیره لسګونو میلمنو برخه لرله.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي په دغه انسټیټیوټ کې د زړه د خلاصو جراحي عملیاتو په پیلیدو خوښي څرګنده کړه او ټولو هېوادوالو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ دا د هېوادوالو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

د مراسمو په پای کې د زړه، سینې او رګونو ناروغیو انسټیټیوټ پخواني رئیس ډاکټر عبدالمطلب شینواري او د جراحۍ څانګې استاد او د دغه انسټیټیوټ سرطبیب ډاکټر احمد فواد وردګ ته چې د خپل متخصص ټیم په مرسته یې د ١٤ کلن ماشوم عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړي وو، د لوړو زده کړو وزیر له خوا د ستاینلیک په ورکولو سره وستایل شو، او همداراز عملیات شوي ناروغ ته نغدي مرسته هم ورکړل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۷
Background image

#دېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د ستوماتولوژي تدريسي روغتون  د چمن ترميم او بيار رغونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۴
Background image

د «مخدره توکو د کارونې مخنیوي» تر عنوان لاندې د روږدو درملنې ملي پروګرام ریاست د معتادینو د ۴۵۰ بستریز مرکز له لوري د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو ته د عامه پوهاوي په موخه سیمنار وړاندې شو.

د پروګرام په بیل کې د نرسنګ پوهنځي رئیس فضل هادي صدیقي د ښه راغلاست تر څنګ ګډونوالو ته د دغه سیمینار د څرنګوالي او اهمیت په اړه خبرې وکړې او دغه ډول پروګرامونه یې د محصلانو د پوهاوي کچې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۲
Background image

#نه_ویشتم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د ستوماتولوژي تدريسي روغتون  د چمن ترميم او بيار رغونه. . .

BACK TO NEWS