د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د غوږ، ستوني او پزې ډيپارټمنټ ډاکټرانو د ډاکتر حامد مشرقي په مرسته د ستوني تومور thyroid papillary carcinoma بریالي جراحي عملیات ترسره کېدو خبر ورکوي.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۳۱
داکتران دیپارتنمت گوش، گلو و بینی شفاخانه تدریسی میوند پوهنتون علوم طبی کابل به همکاری داکتر حامد مشرقی از انجام موفقانه عمل جراحی تومور گلو یا thyroid papillary carcinoma خبر میدهد. 

  
د غوږ، ستوني او پزې ډيپارټمنټ غړي ډاکټر احمد ضیا مایار په وینا دغه ناروغ چې عمر یې  ۲۲ کاله و، د ساه بندښت او خوړو مړۍ تېرولو پر مهال د ستونزې له امله روغتون ته مراجعه کړې وه او  د الټراسونډ، FNAC، TFT  او سي ټي سکن معایناتو له بشپړېدو وروسته thyroid papillary carcinoma تشخیص شو چې د (total thyroidectomy)  او (neck dissection radical)  عملیات یې ترسره شو.

د یادولو وړ ده چې له عملیات وروسته د ناروغ غږ او ساه اخیستل بشپړ ښه شوي او د تومور نمونه د لاښه تشخیص او وروستیو مراقبتونو لپاره پتالوژي ډيپارټمنټ ته لېږل شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS