د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي کادري بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۱ - ۱۱:۳۸
د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي کادري بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه

دوشنبه ۲۹ - حمل - ۱۴۰۱

د کابل طبي علومو پوهنتون د تشو علمي کادري بستونو لپاره آزموینه د دغه پوهنتون د رئیس پوهنیار ډاکټر فضل الرحمن رحماني، علمي مرستیال پوهاند ډاکټر نجیب الله امرخیل، د مالي او اداري چارو مرستیال انجنیر عظیم الله کامران اخندزاده او د موظف هئیت په حضور کې په پوره شفافه او عادلانه فضا کې واخیستل شوه.

په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا رئیس ښاغلي رحماني د آزموینې دترسره کېدو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او له ټولو استادانو یې وغوښتل چې د آزموینې بهیر په عادلانه توګه ترسره کړي او د آزموینې پر مهال شفافیت او صداقت په پام کې ونیسي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه هم د دغه آزموینې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا په دې رقابتي آزموینه کې(١٨٠) تنو وړ نوماندانو برخه اخیستې وه .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS