د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د پوهنتون شپږو پوهنځیو محصلانو له استازو سره د چارو، اړیکو او همغږۍ په اړه ناسته تر سره کړه.

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۹:۵۹
معاون امور محصلان با نمایندگان محصلین پوهنځی‌های شش گانه پوهنتون علوم طبی کابل پیرامون ارتباط و هم نظری در امور، تدویر جلسه کرد.

دغه غونډه چې د محصلانو چارو مرستیال استاد ماسټر عطا الله فیضي په مشرۍ جوړه شوه، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم، د اړیکو او عامه پوهاوي آمر استاد صبغت الله سجاد په ګډون سره د سپورتي پروګرامونود ترتیب، د فراغت غونډې، د آزادۍ جشن او جدیدالشمولو محصلانو ته د ښه راغلاست پروګرامونو په اړه د محصلانو چارو مرستیال لخوا هر اړخیزې خبرې وشې.
په دغه ناسته کې مالي او اداري مرستیال د اسلامي اخلاقو د اصولو مراعاتولو او غوره سلوک په اړه خبرې وکړې او له ټولو محصلانو یې وغوښتل چې د زده کړو تر څنګ غوره اخلاق او سلوک اختیار کړي.
وروسته د اړیکو اوعامه پوهاوي آمر استاد صبغت الله سجاد د دغه آمریت د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل، محصلین یې مقالو لیکلو ته وهڅول او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپلې مقالې له یاد  آمریت سره شریکې کړي څو د پوهنتون مهالنۍ له لارې نشر شي او نور خلک هم ترې ښه ګټه واخلي.
په پای کې د محصلانو استازو په نوبت سره خپلې ستونزې او نظریات وړاندې کړل چې د محصلانو چارو مرستیال د دوی د ستونزو د حل ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS