د کابل طبي علومو پوهنتون د مسلکي بستونو آزموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیستل شوه

IT_Director
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۹:۳۷
د کابل طبي علومو پوهنتون د مسلکي بستونو آزموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیستل شوه

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو  ۷۳ مسلکي بستونه څه موده وړاندې  اعلان ته سپارل شوي وو، آزموینه یې د آزادې سیالۍ له لارې په داسې حال کې چې له ۱۵۰۰ څخه زیاتو کسانو پکې ګډون کړی و په شفاف ډول تر سره شوه.

دغه آزموینه د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري هیئت یو شمېر غړیو په حضور کې واخیستل شوه چې د یادې آزموینې په پرانیسته کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم ګډونوالو ته ډاډ ور کړ چې په یاده پروسه کې بشپړ شفافیت مراعات شوی دی او هغه کسان چې لوړې نمرې تر لاسه کړي په اړوندو برخو کې به په دنده وګومارل شي. 

له بلې خوا هغه نوماندانو چې په دغه سیالۍ کې یې ګډون کړی و د آزموینې بهیر له شفافیت څخه خوښي څرګنده کړه او له مسوولینو یې وغوښتل تر څو حق وړ کسانو ته وسپارل شي.

په همدې حال کې د کابل طبي علومو پوهنتون د آزموینې پارچو له کتنې وروسته هغه کسان چې لوړې نمرې یې تر لاسه کړې وي په اړوندو بستونو کې استخدام کوي.

د یادونې وړ ده چې دغه پوهنتون هڅه کوي تر څو د خلکو لپاره د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو لپاره د روغتونونو په مختلفو برخو کې ژمن او مسلکي کسان وګوماري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS