د کابل طبي علومو پوهنتون د مسلکي بستونو آزموینه د شفافې پروسې په ترڅ کې واخیستل شوه

IT_Director
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۹:۲
امتحان بست‌های مسلکی پوهنتون علوم طبی کابل طی پروسه شفاف اخذ گردید

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو مسلکي بستونو آزموینه چې د آزادو سیالیو له لارې اعلان ته سپارل شوي وو، نن پنجشنبه د روان کال د کب پر ۱۰ له ۵۰۰ نارینه نوماندانو څخه د شفافې پروسې په ترڅ کې د لوړو زده وزارت او کابل طبي علومو پوهنتون مسوولینو په حضور کې واخیستل شوه.

په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې چې د کابل پوهنتون د تمیم انصاري په تالار کې جوړ شوي وو، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحافظ مولوي محمد حامد حسیب د تحصیل د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي څو د باسواده ځوانانو لپاره د کار او خدمت زمینه برابره کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د آزموینې پروسه شفافه ده او دغه وزارت کوښښ کوي څو مناسب او مسلکي کسان د آزادو سیالیو له لارې د اړتیا وړ په ځایونو کې وګوماري. 

د یادونې وړ ده چې په دغه آزموینه کې د نرسنګ، تکنالوژيست، انستیزېست، د غاښونو د پروتیز تکنېشن، د رادیولوژي تکنېشن، لبرانت او فارمسي برخې شاملې وې؛ همداراز د کابل طبي علومو پوهنتون ژمن دی چې خپل ټول مسلکي بستونه د آزادو سیالیو له لارې اعلان ته وسپاري، تر څو مسلکي او با تجربه کسان چې ورته اړتیا وي په کار وګوماري

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS