د کابل طبي علومو پوهنتون د نظارت او ارزونې هیئت له میوند تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۵۲
د کابل طبي علومو پوهنتون د نظارت او ارزونې هیئت له میوند تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه

د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ او روغتیایي موسسو چارو مرستیال ډاکټر محمد هاشم ځاځي، د خدماتو، تدارکاتو، مالي او حسابي او کارکوونکیو چارو آمرینو په ګډون د میوند تدریسي روغتون له رئیس ډاکټر سید رسول منګل سره د لیدنې تر څنګ د یاد روغتون روغتیایي او اداري چارو، تدارکاتي پروژو، قراردادونو او عوایدو څانګو څخه لیدنه او نظارت وکړ. 

د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال د روغتون له رئیس سره د لیدنې پر مهال د ناروغانو لپاره د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کولو، او یاد روغتون په چارو کې پر روڼتیا او ريښتینولۍ باندې ټينګار وکړ او له ټولو مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې د غوره روغتیایي او اداري چارو په تر سره کولو کې اخلاص، همکاري او همغږي په پام کې ولري.

له بلې خوا د میوند تدریسي روغتون رئيس په بېلابېلو برخو کې د وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د پوهنتون رهبرۍ څخه یې د ستونزو له منځه وړلو او همکارۍ غوښتنه وکړه. 

د یادولو وړ ده چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ځوانو ډاکټرانو ته د روزنې تر څنګ د جلدي، ماشومانو داخلې، ماشومانو جراحي، غوږ او ستوني او پلاستیکي جراحي په برخو کې فعالیت کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS