د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس د قطر سرې میاشتې ټولنې له استازي سره لیدنه وکړه

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۱:۱۷
رئیس پوهنتون علوم طبی کابل با نماینده جمعیت هلال احمر قطر دیدار کرد.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور مفتي اسد الله نجات د قطر سرې میاشتې ټولنې له استازي احمد العثماني او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه پوهنتون د روغتیایي مؤسسو چارو مرستیال دوکتور محمد هاشم ځاځي او د طبي زده کړو پراختیا رئیس پوهنوال دوکتور محمد ولي ناصري هم حضور درلود، ليدنه وکړه او د دوه اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې یې پر بېلابېلو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې. 

دوکتور مفتي اسدالله نجات د قطر هېواد سرې میاشتې ټولنې استازي ته د ښه راغلاست تر څنګ له دغه پوهنتون سره د همکاریو په موخه مننه وکړه او ویې ویل: چې کابل طبي علومو پوهنتون دوه اړخیزو همکاریو، په ځانګړي ډول د زړه ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې چمتو دی.

نوموړي زیاته کړه چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د زړه، سینې او رګونو ناروغیو انستیتیوت په دې وروستیو کې د زړه ناروغیو د تشخیص، درملنې او پېچلیو عملیاتونو په تر سره کولو کې ښې لاسته راوړنې لري چې د قطر هېواد سرې میاشتې ټولنې په مرستو سره به دغه لاسته راوړنې لا زیاتې شي.  

د قطر سرې میاشتې ټولنې استازي احمد العثماني د کابل طبي علومو پوهنتون مشرتابه هیئت په ځانګړې توګه د دغه پوهنتون رئیس له نیک نظر څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دغه بنسټ د افغانستان په کچه د زړه ناروغیو د تشخیص، درملنې او د زړه پېچلیو عملیاتونو د مالي ملاتړ په برخه کې همکاریو ته چمتو دی. 

احمد العثماني او ورسره پلاوي د صدري او قلبي وعایي ناروغیو انسټيټیوټ څخه د لیدنې تر څنګ د دغه انستیتیوت مشرتابه هیئت سره د دغه انسټيټیوټ د خدماتو، ستونزو او امکاناتو په اړه خبرې وکړې او له دغه انسټيټيوټ سره یې د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه. 

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې سویسي ډاکټرانو افغانستان ته سفر کړی و او د صدري قلبي وعایي ناروغیو انسټيټيوټ د ډاکټرانو په همکارۍ یې د زړه ۱۰ پېچلي عملیاتونه په بریالي ډول تر سره کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۴۹
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون د طبي انجنيرۍ ټکنالوژۍ ډیپارټمنټ یو شمېر فارغانو د خپلو نوښتونو او لاسته راوړنو د لړۍ په دوام کې، دا ځل د "Smart Mobile Surgical Light" په نوم یو ګرځنده جراحي څراغ ډیزاین او جوړ کړی دی.

یاد څراغ په روغتونونو کې د عملیاتو خونو د عملي اړتیاوو په نظر کې نیولو سره جوړ شوی، چې د لوړوالي تنظیم، د رڼا زاویې بدلون، او آسانه لېږد وړتیاوې لري. دا څراغ په ځیرک کنټرول سیستم سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۲۹
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند طبي انجنیري ټکنالوجۍ ډيپارټمنټ د لاسته راوړنو په دوام د دغه ډيپارټمنټ یو شمېر فارغان د انکوباتور (Incubator Machine) ماشین چې د زېږون له مودې مخکې او کم وزن لرونکو ماشومانو په مراقبت کې رغنده ونډه لري؛ په طراحي او جوړولو...

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند طبي انجنیري ټکنالوجۍ ډيپارټمنټ د لاسته راوړنو په دوام د دغه ډيپارټمنټ یو شمېر فارغان د انکوباتور (Incubator Machine) ماشین چې د زېږون له مودې مخکې او کم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند روغتیايي تکمیلي علومو پوهنځي د طبي انجنیري ټکنالوجۍ ډيپارټمنټ یو شمېر فارغ محصلان د نویو زېږېدلیو ماشومانو د ګرمولو (Infant Warm Care) یو پایه ماشین په طراحي او جوړولو بریالي شول چې د فني او جوړوښتې پلوه د نړیوالو نمونو ...

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند روغتیايي تکمیلي علومو پوهنځي د طبي انجنیري ټکنالوجۍ ډيپارټمنټ یو شمېر فارغ محصلان د نویو زېږېدلیو ماشومانو د ګرمولو (Infant Warm Care) یو پایه ماشین په. . .

BACK TO NEWS