د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، د پوهنتون د بېلابېلو ټولګيو له استازو سره په داسې حال کې چې د محصلانو چارو مسوولینو هم حضور درلود

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۹:۲۶
شیخ الحدیث مفتی احسان الله ابوالفیضان رئیس پوهنتون علوم طبی کابل با نمایندگان محصلان صنف‌های مختلف این پوهنتون در حالی‌که مسوولان معاونیت امور محصلان نیز حضور داشتند

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، د پوهنتون د بېلابېلو ټولګيو له استازو سره په داسې حال کې چې د محصلانو چارو مسوولینو هم حضور درلود، لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې، محصلانو خپل وړاندیزونه، نظرونه او د ټولګیو اړټیاوې د پوهنتون له رئیس سره شریکې کړې.

د پوهنتون رئیس، په زده کړه یز او تحصیلي برخه کې د محصلانو د هڅونې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د پوهنتون رهبري به د محصلانو د اړتیاوو پوره کولو  لپاره هڅه وکړي.

په پای کې له محصلینو غوښتنه وشوه چې له رهبري، استادانو او کارکوونکیو سره د همکاريو په زیاتولو سره د پوهنتون په تحصیلي، فرهنګي او تقویتي پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلي او د علمي چاپېریال نظم مراعت کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS