د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازو سره لیدنه وکړه. دغه ناسته د دوه اړخیزو همکاریو پراخوالي په ځانګړي ډول د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې د ظرفیت جوړونې په موخه ترسره شوه. 

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۱۱:۶
114

په دغه لیدنه کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس د علمي او تخنیکي ظرفیت لوړونې لپاره د مناسبو فرصتونو زمینې برابرولو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د طبي وسایلو مرستې او ظرفیت لوړونې په برخه کې د اغېزناکو همکاریو غوښتنه وکړه. نوموړي همدارنګه سرطاني ناروغانو ته د ښې رسېدنې لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې د پوهنتون رهبرۍ د هڅو یادونه وکړه.

د روغتیا نړیوال سازمان استازو هم د روانو همکاریو څخه د ستاینې تر څنګ؛ څرګنده کړه چې د سرطان په برخه کې ظرفیت جوړونه اړینه ده او د دغه برخې پیاوړتیا به اغېزمنه واقع شي. هغوی ژمنه وکړه چې د لازمو کتنو وروسته به د  لا زیاتو همکاریو په برخه کې په ځانګړې توګه د تخنیکي مرستو په اړه لازمې پرېکړې ونیول شوې.  

د یادولو وړ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان استازو د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو جامع مرکز څخه هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS