د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري شورا غونډه د پوهنتون رئیس پوهنیار دوکتور مفتي اسدالله نجات په مشرۍ د مرستیالانو او رهبري هیئت غړیو په حضور د یو لړ مهمو موضوعاتو ارزونې، د تحصیل او په تدریسي روغتونونو کې د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړولو په موخه ترسره شوه.

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۴
جلسه شورای رهبری پوهنتون علوم طبی کابل

په دغه ناسته کې په ۱۴۰۴ هـ ش کال کې د میوند تدریسي روغتون د ۲۵۰ بستر ودانۍ د بشپړولو لپاره د بودیجې ځانګړي کول، په روغتونونو کې د معلوماتو او ثبت څانګې رامنځته کېدو، د سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ د اکسیجن سپلای او اور وژنې سیستم د ترمیم، د نسایي ولادي تدریسي روغتون د نوې ودانۍ ځای او جوړېدو په اړه بحث او خبرې وشوې.
له بلې خوا د فرمان پر اساس د نورو ولایتونو اوسېدونکو استادانو د اوسېدو او اعاشې، د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري د موسسو او خیریه بنسټونو لخوا د ټولو مرستو قانوني طی مراحلو او نفرولوژي ډيپارټمنټ رامنځته کېدو په اړه نظریات وړاندې شول.

د ناستې په پای کې د پوهنتون بيلابېلو علمي او خدماتي څانګو د ودې لپاره، د تدریس او څېړنو شرایطو ښه والي او په تدریسي روغتونونو کې د روغتیایي خدماتو کچې د لوړولو په اړه لازمې پرېکړې ترسره شوې؛ څو دغه تحصیلي او روغتیایي بنسټ د ټولنې لپاره د غوره خدماتو وړاندې کولو جوګه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS