د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري پلاوي د نړیوال روغتیایي بنسټ له استازي سره د روحي (رواني) روغتیا په برخه کې د یو کلن (ديپلومه) پروګرام جوړولو په اړه لیدنه وکړه

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۹:۳۴
هئیت رهبری پوهنتون علوم طبی کابل با نماینده سازمان صحی جهان در رابطه به ایجاد برنامه دیپلومه ( یک ساله ) در بخش صحت روانی دیدار کردند

نن شنبه د روان کال د وږي پر ۱۱ د پوهنتون رهبري د نړیوال روغتیایي بنسټ د مدیترانې ختیځې حوزې حوزوي مشاور له ډاکټر خالد سعید سره په داسې حال کې چې مالي او اداري، علمې او محصلانو چارو مرستیالانو هم ګډون درلود، په کابل طبي علومو پوهنتون کې د دغه پوهنتون فارغانو ته د روحي (رواني) روغتیا په برخه کې د(یوکلن) ديپلومه پروګرام په اړه جوړه شوې ناسته کې خبرې اترې وکړې.

په دغه ناسته کې دواړو خواوو له دوامدارو همکاریو مننه وکړه او د دغه څانګې رامنځته کېدل یې د روحي ستونزو د حل او ناروغانو ته د رسېدنې په خاطر د هېواد مهمه اړتیا وبلله او تاکید یې وکړ چې دغه څانګه ژر تر ژره رامنځته او لا تقویه شي.

علمي مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وویل چې افغانستان له څلورو لسیزو راهیسې د مختلفو بهرنيو یرغلونو او داخلي ناخوالو مرکز دی او زیات افغانان له روحي ستونزو سره مخ دي چې د دغه پروګرام په جوړولو سره به دا ستونزې را کمې شي.

د نړیوال روغتیایي سازمان د مدیترانې ختیځې حوزې، حوزوي مشاور وویل چې له روحي ستونزو سر سره په افغانستان کې ښه پرمختګونه شوي او د شته نیمګړتیاوو لپاره دغه سازمان په پام کې لري ترڅو د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو په همکارۍ د روزنیزو پروګرامونو په جوړولو، د مرکز او ولایتو په کچه د ډاکترانو په ظرفیت لوړولو سره د موجوده بشري ځواک په وسیله دا ستونزې او نیمګړتیاوې حل کړي. 

استاد عطاءالله فیضي، د محصلانو چاور مرستیال په دغه برخه کې د دغې پروسې کاري چوکاټ ته د اشارې ترڅنګ، د یو پرېکړه‏لیک د لاس‏لیک یادونه هم وکړه. همدا راز په غونډه کې د تخنیکي او همغږۍ، کاریکولم جوړولو، بودیجې، د عملي کارونو، بشري سرچینو پیداکولو کمېټې جوړولو، د مسوول شخص په توګه د یو کس ټاکلو او په دغه برخه کې د همکارۍ پرېکړه‏لیک د جوړولو په اړه بحث وشو. 

په اخر کې د نړیوال روغتیایي بنسټ د مدیترانې ختيځې حوزې حوزوي مشاور او کابل طبي علومو پوهنتون د دغه پروګرام په رامنځته کولو  او  پیاوړتیا کې له خپلو همکاریو  ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS