د کابل طبي علومو پوهنتون محصلینو ته د بیزو چیچک ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۳:۴۸
سمینار آگاهی دهی در مورد آبله  میمون برای محصلین پوهنتون علوم طبی کابل برگزار شد. 

دغه سیمینار د یادې ناروغۍ په اړه د محصلینو د بلدتیا په موخه د نرسنګ پوهنځي اړوند د مور او ماشوم ډيپارټمنټ غړي استاد پوهنیار ذاکر حسین حسین پور لخوا وړاندې شو.

په دغه سیمینار کې د بیزو چیچک ناروغۍ د مختلفو موضوعاتو لکه: د تنفسي یا خولې د ترشحاتو، ناروغ شخص ته د نيږدې کېدو، په زخمونو باندې د لاس وهلو، د ناروغ کس په شخصي وسایلو د لاس وهلو او همدا رنګه په دغه ناروغۍ باندې د ککړو حیواني محصولاتو یا غوښې خوړلو، د یادې ناروغۍ نښو( د پوستکي التهاب، تبې، سر درد، ستوني درد، ملا درد، عضلاتو درد، کمزورتیا )، د خپرېدو کچې، نړیوالو شمېرو، ، خپرېدو د مخنیوي، درملنې او مختلفو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول. 

د بیزو چیچک ناروغي د انسانانو او څارویو ترمنځ ګډه ناروغي ده یعنې له حیواناتو څخه انسانانو ته انتقالېږي چې لومړی ځل په ۱۹۵۸ زېږدیز کال د ډنمارک هېواد په یو لابراتوار کې په یو شمېر بیزو ګانو کې تشخیص شوې وه چې د وخت په تېرېدو سره څېړنو ثابته کړه چې دا ناروغي کېدای شي انسانانو ته هم انتقال شي. 

په همدې حال کې د سیمینار ګډونوالو دغه سیمینار ګټور وباله او د پوهنتون رهبري هیئت څخه یې غوښتنه وکړه چې د دغه ډول سیمینارونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د یادولو وړ ده چې د بیزو چیچک په اړه تېر کال هم په کابل طبي علومو پوهنتون کې د عامه پوهاوي سیمینار جوړ شوی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۳۲
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۶۰ کلن ناورغ چې د پروستات غده یې لویه شوې وه د - TURP (Transurethral Resection of the Prostate) په روش سره یې اندوسکوپیک جراحي عملیات په بریالیتوب

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۶۰ کلن ناورغ چې د پروستات غده یې لویه شوې وه د - TURP (Transurethral. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۱۰
Background image

BACK TO NEWS