د کاپيسا ولایت یو ۲۰ کلن ځوان چې له اته کلونو راهیسې د دواړو لاسونو او پښو له بشپړ فلج څخه ځورېده؛ د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون کې د یو جراحي عملیات وروسته یې د حرکت کولو توان ترلاسه کړ.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۲:۸
جوان ۲۰ ساله از ولایت کاپیسا که از هشت سال به این‌سو از فلج کامل هر دو دست و پا رنج می‌برد، پس از انجام یک عمل جراحی در شفاخانه تدریسی علی‌آباد پوهنتون علوم طبی کابل، دوباره توانایی حرکت را به‌دست آورد.

دغه ناروغ علي آباد تدریسي روغتون ته له مراجعې وروسته تر معایناتو او دقیقې ارزونې لاندې ونیول شو او ډاکټرانو  یې د  Arnold Chiari malformation او C3–C4 syrinx ناروغي تشخیص کړه چې د اعصابو جراحي متخصص ډاکټر رحمت الله نورزي په مشرۍ یې د Syringo-subarachnoid shunt  او Posterior decompression  عملیات بریالی ترسره کړ.   

د یاد عملیات په اړه ډاکټر رحمت الله نورزی وايي: «هغه جراحي عملیاتونه چې تر دې وړاندې په هېواد کې ناشوني وو؛ اوس د افغان متخصصانو له لوري په بریالیتوب ترسره کېږي»

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۷
Background image

#دېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د ستوماتولوژي تدريسي روغتون  د چمن ترميم او بيار رغونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۴
Background image

د «مخدره توکو د کارونې مخنیوي» تر عنوان لاندې د روږدو درملنې ملي پروګرام ریاست د معتادینو د ۴۵۰ بستریز مرکز له لوري د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو ته د عامه پوهاوي په موخه سیمنار وړاندې شو.

د پروګرام په بیل کې د نرسنګ پوهنځي رئیس فضل هادي صدیقي د ښه راغلاست تر څنګ ګډونوالو ته د دغه سیمینار د څرنګوالي او اهمیت په اړه خبرې وکړې او دغه ډول پروګرامونه یې د محصلانو د پوهاوي کچې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۲
Background image

#نه_ویشتم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د ستوماتولوژي تدريسي روغتون  د چمن ترميم او بيار رغونه. . .

BACK TO NEWS