د ۱۴۰۴ هـ ش کال د (وري او غویي) میاشتو په لړ کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون د ژامې جراحي ډيپارټمنټ په عمومي انستیزي سره ۶۰ لوی او په موضعي انستیزي سره ۱۵ کوچني عملیاتونه بریالي ترسره کړي دي.

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۶
در دو ماه اول سال ۱۴۰۴ (حمل و ثور)، دیپارتمنت جراحی وجه و فک شفاخانه تدریسی ستوماتولوژی پوهنتون علوم طبی کابل، ۶۰ عمل جراحی بزرگ تحت بیهوشی عمومی و ۱۵ عمل کوچک تحت بیهوشی موضعی را با موفقیت به انجام رساند.

دغه عملیاتونه د متخصصو ډاکټرانو ټیم له لوري تر سره شوي او ناروغان د یاد روغتون له کیفیت لرونکو او تخصصي خدماتو څخه برخمن شوي دي.

د یادولو وړ ده چې دغه لاسته راوړنې محصلانو ته د علمي او عملي ظرفیت لوړونې پراخوالي او تخصصي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې د ژامې جراحي ډيپارټمنټ وړتیاوې او پرمختګونو څرګندونه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS