د ۱۴۰۴ کال د ټریني متخصصانو کلنۍ ارتقايي آزموینه واخیستل شوه

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۵
د ۱۴۰۴ کال د ټریني متخصصانو کلنۍ ارتقايي آزموینه واخیستل شوه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي آبن سینا» اړوند تدریسي روغتونونو د ۱۴۰۴ کال ټریني متخصصانو کلنۍ آزموینه چې د داخلې او جراحي په پرنسیپونو کې اخیستل کېږي نن شنبه د روان کال سلواغې میاشتې په ۲۵ نېټه پیل شوه.

د داخلې پرنسیپ په تخصصي برنامو کې د عمومي داخلې، ماشومانو داخلې، عقلي او عصبي، انتاني او پتالوژي برنامې شاملې دي چې نظري آزموینه یې د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند د طبي زده کړو پراختیا ریاست او عملي آزموینې یې په علي آباد او میوند تدریسي روغتونون کې ترسره کېږي.

دغه آزموینه په نظري او عملي برخو کې د ټریني متخصصانو د مهارتونو او علمي کچې څرنګوالي او همدارنګه د ظرفیت لوړونې په موخه ترسره کېږي.

د یادولو وړ ده چې د جراحي پرنسیپ آزموینه د راتلونکې دوشنبې په ورځ په همدې ریاست کې اخیستل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۳:۱۲
Background image

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د استادانو د علمي او څېړنیزې ظرفیت لوړونې په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون، تدریسي روغتونونو او خصوصي پوهنتونونو د طبي علومو څانګو د یو شمېر استادانو په ګډون د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ دویمه دوره ترسره شوه.

د دغه پروګرام په دویمه دوره کې د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو معاون پوهاند دوکتور عزیز الرحمن نیازي له لوري د «مقطعي څېړنو (Cross-sectional Studies)» موضوع وړاندې شوه.
په دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۲:۳۰
Background image

د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړونې او پوهې زیاتوالي په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نرسنګ پوهنځي له لوري د «اسلامي مدیریت اصولو کتنه او پر اداره باندې د هغه اغېز» تر عنوان لاندې علمي سیمینار ترسره شو. 

په دغه سیمینار کې د اسلامي ثقافت ډيپارټمنټ استاد پوهنیار مولوي عبدالله فقیري ګډونوالو ته د اسلامي مدیریت او ادارې اړوند موضوعات وړاندې کړل.

نوموړي د سیمینار په جریان کې د اسلامي ادارې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۸:۴۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ د جراحي ټيم له لوري د یو ناروغ د سر کوپړۍ هډوکي زیانمنتیا د ترمیم لپاره د کراینو پلاستي (Cranioplasty) عملیه په بریالي دول ترسره شوه. 

د اعصابو جراحي ټیم غړی پوهندوی ډاکټر حسیب الله بها نجرابي وايي چې ناروغ شاوخوا پينځه میاشتې وړاندې د سر شدیدې ضربې له امله د Epidural Hematoma ډول مغزي خونریزۍ سره مخ و او د حافظې ډېر. . .

BACK TO NEWS