علي اباد تدريسي روغتون کې د پېچلو عملیاتونو د ښه ترسره کېدو په موخه Multidisciplinary Board رامنځته او لومړنۍ مشورتي ناسته یې ترسره کړه.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۸ - ۱۳:۱۴
علي اباد تدريسي روغتون کې د پېچلو عملیاتونو د ښه ترسره کېدو په موخه Multidisciplinary Board رامنځته او لومړنۍ مشورتي ناسته یې ترسره کړه.

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند په علي اباد تدریسي روغتون کې د سرطاني پېچلیو ناروغیو او سختو عملیاتونو د ښه او بریالي ترسره کېدو په موخه Multidisciplinary Board په نامه یو ځانګړی بورد د انکولوژي ډیپارټمنټ په مشرۍ د پتالوژي، رادیولوژي، جراحي او داخلې ډیپارټمنټونو په ګډون رامنځته او لومړنۍ رسمي غونډه یې د دغه روغتون رییس ډاکتر عبدالمطلب شینواري او رهبري پلاوي په حضور ترسره کړه. 

د ښاغلي شینواري په وینا هغه سرطاني ستونزمنې او سختې پېښې یا عملیاتونه چې نورو روغتونو کې نه ترسره کیږي او دلته یې ترسره کېدل ممکن وي په دغه ډول ناستو کې به ورته د اړونده برخې متخصصینو لخوا د ښه ترسره کېدو په موخه مشورتي او تخصصي ناسته ترسره شي.

 د یادونې وړ ده چې د علي اباد په تدريسي روغتون کې د سرطاني ناروغیونو یا انکولوژي دیپارتمنت چارې له تیرو څو میاشتو راهیسې پیل شوې چې محصلینو ته د عملي زده کړو سربېره په سرطاني ناروغیو د اخته ګڼ شمېر هېوادوالو د پیچلو او نادره عملیاتونو تداوي او عملیاتونه په بریالي توګه ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS