له ځیګر څخه د تومور لرې کولو جراحي عملیات بریالی ترسره شو

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۱:۳۸
عمل جراحی برداشت تومور از جگر(کبد) موفقانه انجام شد

د کابل  طبي علومو پوهنتون د علي آباد تدریسي روغتون د بطن جراحي ډیپارټمنټ جراحانو او متخصصینو په جراحي عملیات سره چې شاوخوا شپږ ساعته یې دوام وکړ د یوه ۲۸ کلن ناروغ د ځیګر تومور، په بریالیتوب سره لرې کړ.

پوهندوی ډاکټر عبدالشکور شیرپور وایي، ناروغ د نس (بطن) درد او کانګو (استفراق) له امله روغتون ته راغلی وو چې د ناروغ روغتیایي مخینې او اړینو معایناتو له ارزونې وروسته د (Periampullary) تومور تشخیص شو. هغه زياته کړه، چې دغه عمليات شپږ ساعته وخت ونيولو او تومور، چې د ځيګر په قنات برخه کې وو، پرته له دې چې نورو برخو ته زيان ورسوي، په برياليتوب سره لرې شو. 
همداراز ډاکټر شيرپور د ناروغ روغتيايي حالت ښه او د قناعت وړ وباله.

د يادونې وړ ده، چې دغه ناروغ تر دې وړاندې هم په يوه ګاونډي هېواد کې روغتيايي بنسټونو ته د درملنې لپاره تللى و، خو د اقتصادي ستونزو او د ډېرو پيسو د غوښتنې له امله بېرته هېواد ته راستون شو او د علي اباد په تدريسي روغتون کې يې وړيا جراحي عملیات ترسره کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS