لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ د علي اباد تدریسي روغتون مسؤلینو د «روغتیا په نړۍ کې» نړیوال امریکايي سازمان سره په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې په موخه انلاین ناسته وکړه.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۸:۳۹
لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ د علي اباد تدریسي روغتون مسؤلینو د «روغتیا په نړۍ کې» نړیوال امریکايي سازمان سره په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې په موخه انلاین ناسته وکړه.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب وویل، چې اوسمهال افغانستان د طبي، په ځانګړي ډول سرطان ناروغانو د درملنې تجهیزاتو او متخصصینو ته جدي اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه چې زموږ د سرطان ناروغان د اقتصادي ستونزو او بهر هېوادونو ته د درملنې لپاره د تلو پر مهال له ډېرو کړاوونو سره مخ دي.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د روغتیا په نړۍ کې نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې د سرطاني ناروغیو د درملنې د مرکزونو او تجهیزاتو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. دغه راز هغوی ته یې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو او په شفاف ډول د مرستې لګولو ډاډ ورکړ.

همدارنګه د علي اباد تدریسي روغتون رئیس وویل چې په علي اباد تدریسي روغتون کې د سرطان ناروغانو د درملنې ۲۰۰ بستریز مرکز د ودانۍ چارې ۹۰٪ بشپړې شوي، خو اوسمهال په بله ودانۍ کې د ناروغانو درملنه کوو. د علي اباد تدریسي روغتون مسؤلینو زیاته کړه چې موږ د سرطاني ناروغیو د درملنې وسایلو، لابراتوارونو او متخصصینو ته اړتیا لرو.

وروسته د «روغتیا په نړۍ کې» نړیوال امریکایي سازمان رئیسې دوکتورس مینه سعید او غړو د افغانستان د سرطان ناروغانو د درملنې او په دې برخه کې د روغتونونو د جوړولو ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې هر ډول همکارۍ ته تیاری وښود.

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۴/۴/۲۵هـ.ق ۱۴۰۱/۸/۲۹هـ.ق ۲۰۲۲/۱۱/۲۰م

د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۳۲
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۶۰ کلن ناورغ چې د پروستات غده یې لویه شوې وه د - TURP (Transurethral Resection of the Prostate) په روش سره یې اندوسکوپیک جراحي عملیات په بریالیتوب

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۶۰ کلن ناورغ چې د پروستات غده یې لویه شوې وه د - TURP (Transurethral. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۱۰
Background image

BACK TO NEWS