هر مسوول به د قیامت په ورځ د خپل ماتحت ځواب ویونکی وي

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۹:۲۵
هر مسوول به د قیامت په ورځ د خپل ماتحت ځواب ویونکی وي

نن یکشنبه د روان ١٤٠٢ هـ ش کال د لړم میاشتې پر ۱۴مه د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په مشرۍ د پوهنتون له اړونده آمرینو سره د چارو د لاښه والي په موخه غونډه تر سره کړه. 

دغه ناسته چې د اړیکو او عامه پوهاوي آمر لخوا د قرآنګریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه په پیل کې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مرحوم د جلسې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د اداري چارو د لا پرمختګ او منظم کېدو په موخه ځینې اړینې سپارښتنې بیان کړې.

 نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: چې آمرین باید خپل تر لاس لاندې کارمندانو ته همېشه د سلسله مراتبو د لا ښه رعایت، په چارو کې د اخلاص، بې نظمۍ څخه د مخنیوي او ښه چلند په اړه سپارښتنه وکړي، ځکه له هر مسوول څخه به د قیامت په ورځ د هغه د مسوولیت پوښتنه کېږي.

همداراز په دغه غونډه کې د ۱۴۰٣ هـ ش کال د بودیجې پر ټاکلو  د بحث ترڅنک د تهیه او تدارکاتو د نیمګړو پروژو تعقیب، په پوهنتون او اړوندو روغتونونو کې د نویو پروژو د چارو چټکتیا، د تضمین کیفیت بر رسۍ لپاره لازمه آمادګي او ځینو ستونزو په حل لارو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

مولوي عبدالرحمن مرحوم په دغه غونډه کې له مسؤولینو څخه د تېرې میاشتې د ور سپارل شویو کارونو راپور واخیست او د نویو پروژو او کړنو په اړه یې لارښوونې وکړې، غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS