ټولنیزو شبکو څخه د ګټې اخستنې او پر عامه اذهانو د هغه اغېز

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۹:۵۵
استفاده از شبکه‌های اجتماعی و نقش آن بر اذهان عامه

د کابل طبي علومو پوهنتون « ابوعلي ابن سینا» اړوند نرسنګ پوهنځي استادانو په همکارۍ د یاد پوهنځي د محصلانو له لوري له « ټولنیزو شبکو څخه د ګټې اخستنې او پر عامه اذهانو د هغه اغېز » تر عنوان لاندې علمي کنفرانس ترسره شو. په دغه کنفرانس کې درې تنه محصلانو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه چې په ټولنیزو شبکو کې د  ۲۰۲۵ میلادي کال په لړ کې د  افغانستان ۰۵/۴ میلیونه کارونکو شمېر څرګندونه، د دغه شبکو مثبت او منفي اړخونه، ارزښت، ګټې او زیانونه، همدارنګه په روغتیايي حوزو کې د ټولیزو شبکو کارونې د ګټو په اړه د قرانکریم، احادیثو او دیني علماوو ليدلوري او نورو مهمو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په یاد کنفرانس کې چې د رهبري هیئت غړیو، استادانو او محصلانو په حضور ترسره شو، د پروګرام ویناوالو هم د علمي او ټولنیزو اړخونو سربېره د ټولنیزو شبکو کارونې د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د ټولنیزو شبکو کارونې تر څنګ د هغه زیانونو ته پاملرنه او د کارونکو لپاره د  اخلاقو مراعات کول ضروري دي. 

دغه کنفرانس محصلانو ته زمینه برابره کړه څو د ټولنیزو شبکو سالمې او اغېزمنې کارونې څرنګوالي او په اوسنۍ ټولنه کې د ټولنیزو شبکو رغنده ونډې په اړه لا زیات پوهاوی تر لاسه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS