په علي آباد تدریسي روغتون کې د آنکولوژۍ (سرطاني) ناروغیو د جراحي او داخلې څانګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له خوا افتتاح شوه

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۹:۲
بخش جراحی و داخله بیماری های سرطانی ( آنکولوژی ) در شفاخانه تدریسی علی آباد از سوی سرپرست وزارت تحصیلات عالی افتتاح شد

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند په علي آباد تدریسي روغتون کې د سرطاني نارغیو د جراحي او داخلې څانګه په دغه روغتون کې رامنځته شوې، ترڅو په سرطان ناروغۍ باندې د اخته ناروغانو درملنه پکې وشي چې نن د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم لخوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې افتتاح شوه.
په دغه مراسمو کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار ډاکټر فضل الرحمن رحماني د ناروغیو له امله د مړینې لاملونه ته په اشارې وویل: « د نړۍ او افغانستان په کچه د سرطان ناروغي د نورو ناروغیو په پرتله تر ټولو زیات شمېر مړینې لري، په همدې موخه په علي آباد تدریسي روغتون کې د سرطاني ناروغیو د جراحي او داخلې څانګه جوړه شوه، تر څو د سرطاني ناروغانو درملنه وشي، هغه زياته کړه، چې د سرطاني ناروغيو د پاملرنې او کنټرول لپاره د تشخيص، شعایي، جراحي او داخلې څانګو ته اړتيا ده» په دې اړه پوهنیار رحماني په علي آباد تدریسي روغتون کې د سرطان د تشخیص او درملنې جامع مرکز د پروژې په اړه چې د جوړېدو چارې یې ۹۰ سلنه بشپړې شوې، یادونه وکړه او له ټولو روغتیايي سازمانو او خیریه بنسټونو یې وغوښتل، چې د دغه جامع مرکز په جوړولو کې مرسته او  همکاري وکړي. 
د دغه مراسمو په لړ کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې د سرطاني ناروغیو د جراحي او داخلې څانګې جوړېدل مهم و بلل او زیاته یې کړه، د دغه څانګې جوړېدل زموږ هغه هېوادوالو ته چې پر سرطاني  ناروغیو اخته دي او د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي، لوی خدمت دی. مولوی ندیم د خپلو خبرو په دوام کې يوځل بیا بهرنیو هېوادونو ته له تللیو علمي کادرونو څخه وغوښتل چې بېرته هېواد ته راشي او خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړي . 
همدا راز د علي آباد تدریسي روغتون رئیس ډاکټر عبدالمطلب شینواري د سرطاني ناروغیو د جراحي او داخلې څانګې د جوړېدو او د دې روغتون د زېر بنایي او نورو روغتیایي لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې په راتلونکي کې به د دغه روغتون د روغتیايي څانګو د پراختیا شاهدان واوسو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS