په علي آباد تدریسي روغتون کې د لویو او وړو عملیاتونو ۱۸۸ سلنه زیاتوالی

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۸:۵۴
افزایش ۱۸۸ درصدی عملیات‌های خورد و بزرگ در شفاخانه تدریسی علی آباد

په دې وروستيو کلونو کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون په مختلفو برخو کې په لویو او وړو عملیاتونو کې زیاتوالی راغلی.

د علي آباد تدریسي روغتون د راپور پر بنسټ په تېرو دریو کلونو کې په دغه روغتون کې د ترسره شویو عملیاتونو شمېر د ۱۸۸ سلنه په زیاتوالي سره د پام وړ پرمختګ څرګندوي.

په دغه راپور کې راغلي دي چې په ۱۳۹۹ هـ ش کال کې د عملیاتونو شمېر ۲۰۰۰ او له ۱۳۹۹ هـ ش کال وروسته دغه شمېر ۶۰۰۰ ته رسېدلی دی.

د یادولو وړ ده چې علي آباد تدریسي روغتون بېلابېل عملیاتونه لکه: د ورمېږ مهرو او د زنګون مفصلونو بدلول، مغزي تومورونو، معدې، مرۍ، کولمو سرطانونو او نور نادر او پېچلي عملیاتونه په بریاليتوب ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۳۲
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۶۰ کلن ناورغ چې د پروستات غده یې لویه شوې وه د - TURP (Transurethral Resection of the Prostate) په روش سره یې اندوسکوپیک جراحي عملیات په بریالیتوب

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۶۰ کلن ناورغ چې د پروستات غده یې لویه شوې وه د - TURP (Transurethral. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۱۰
Background image

BACK TO NEWS