په علي آباد تدریسي روغتون کې د مغز تومور جراحي عملیات په بریالي ډول ترسره شو

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۵:۲۰
په علي آباد تدریسي روغتون کې د مغز تومور جراحي عملیات په بریالي ډول ترسره شو

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون کې د یو ۲۲ کلن ناروغ په سر کې د یو ډول مغزي تومور جراحي عملیات د اعصابو جراحي ډاکټرانو او متخصصانو له لوري په بریالي ډول تر سره شو. 

د اعصابو حراجي برخې متخصص ډاکټر محمد باقر سعیر وایي چې دغه ناروغ اته کاله وړاندې له هېواد څخه بهر عملیات شوی و او اوس یې د مغز تومور بیا وده کړې وه چې تر لازمو معایناتو وروسته عملیات شو او اوس‏ مهال یې روغتیایي وضعیت ښه دی. 

د یادونې وړ ده چې په علي آباد تدریسي روغتون کې د مغز تومورونو بریالي عملیاتونه په جراحي برخه کې د پام وړ پرمختګونو څرګندویي کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS