په علی آباد تدریسي روغتون کې د (ملا فقراتو هیداتیک کېست) جراحي عملیات بریالی ترسره شو.

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۳۴
عمل جراحی واقعه نادر(کیست هیداتیک فقرات) در شفاخانه تدریسی علی آباد موفقانه انجام شد

هغه ناروغ چې له لوړ ځای څخه د لوېدو له امله یې د ملا مهره ماته شوې وه، د ملا او پښې له درد څخه يې شکايت درلود؛ چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون ته تر مراجعې او له لازمو معايناتو وروسته د دغه روغتون د اعصابو جراحي څانګې د متخصصينو له لوري یې عمليات بریالی ترسره شو.

د اعصابو جراحي متخصص پوهنمل ډاکټر حسیب الله بها نجرابي ویې ویل چې تر معایناتو وروسته د ناروغ په ملا کې  هیداتیک کېست وموندل شو. هغه زیاته کړه چې د ملا فقراتو هیداتیک کېست رامنځته کېدل د اعصابو جراحي په برخه کې له خورا نادرو پېښو څخه ده، ځکه چې د دغه کېست رامنځته کېدل په ځیګر، سږو، ماغزو  او نورو برخو کې معمول دی.

ډاکټر نجرابي د ناروغ روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او ویې ویل، چې ناروغ تر درملنې لاندې دى او تر ښه کېدو وروسته به له روغتون څخه رخصت شي.

د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي څانګې د ماغزو هیداتیک کېست هم په برياليتوب سره ترسره کړی وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS