په پام کې ده چې د ا.ا.ا د مشرتابه مقام په سپارښتنه په علي اباد تدریسي روغتون کې د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز د نیمه کاره پروژې کار بېرته پیل شي.

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۸:۱۴
په پام کې ده چې د ا.ا.ا د مشرتابه مقام په سپارښتنه په علي اباد تدریسي روغتون کې د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز د نیمه کاره پروژې کار بېرته پیل شي.

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې، چې د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زېربنا رئیس قاضي عبدالعزیز عزیزي په مشرۍ د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او اداري مرستیال انجنیر عظیم الله کامران اخندزاده او تړون کوونکي شرکت د مسؤلانو په ګډون کې ترسره شوه، د یادې پروژې د کار بیا پیل پر څرنګوالي او مالي لګښت خبرې وشوې.

د مسؤلانو په وینا د سرطاني ناروغۍ د تشخیص او درملنې مرکز پروژې کار ۸۰ سلنه تکمیل شوی، چې د ا.ا.ا د مشرتابه مقام په سپارښتنه او د ماليې وزارت په همکارۍ سره به یې د ۱۴۰۱ مالي کال په منځ کې مالي لګښت په پام کې ونیول شي.

د یادولو وړ ده چې د دې پروژې په تکمیلولو سره به له یوه اړخه د هېواد په داخل کې د سرطان ناروغانو تشخیص او درملنه وشي او له بله اړخه به په دې څانګه کې ځوان کادورنه وروزل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS