په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د عامې روغتیا وزارت او نظامي تخصصي روغتونونو د ۱۴۰۵ کال تخصص بشپړولو بستونو د داخلېدو (Entrance) آزموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالولي صديقي...

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۶
امتحان ورودی (Entrance) بست‌های اکمال تخصص سال ۱۴۰۵ وزارت صحت عامه و شفاخانه‌های تخصصی نظامی امروز به‌گونه رسمی در پوهنتون علوم طبی کابل «ابو علی ابن‌سینا» با حضور قاری عبدالولی صدیقی معین مالی و اداری وزارت صحت عامه

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د عامې روغتیا وزارت او نظامي تخصصي روغتونونو د ۱۴۰۵ کال تخصص بشپړولو بستونو د داخلېدو  (Entrance)  آزموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالولي صديقي ، د آزموینو ملي ادارې تخنیکي او مسلکي مرستیال شیخ رحیم الله حقاني او دغه پوهنتون رئیس شیخ‌الحدیث مفتي احسان‌الله ابوالفیضان په حضور پیل شوه.

د آزموینې د پیل پر مهال د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په خپله وینا کې د علم او آزموینې د ارزښت او اړتیا په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې اسلامې امارت د عصري او دیني زده کړو په برخه کې زیاتې هڅې کړي څو په هره برخه کې د ټولنې اړتیاوې پوره شي.

په همدی حال کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین قاري عبدالولي صديقي او د آزموینو ملي ادارې تخنیکي او مسلکي مرستیال شیخ رحیم الله حقاني ویناوې وکړې او د آزموینې د شفافیت  او معیار په اړه یې نوماندانو ته ډاډ ورکړ. 

د یادولو وړ ده چې دغه آزموینه به د ټاکل شویو اصولو او طرزالعملونو سره سم، په منظمه او شفافه فضا کې ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند روغتیايي مؤسسو چارو معاونیت او تضمین کیفیت آمریت تر منځ ګډه ناسته ترسره شوه.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند روغتیايي مؤسسو چارو معاونیت او تضمین کیفیت آمریت تر منځ ګډه ناسته ترسره شوه. دغه غونډه د تضمین کیفیت د نوي چک لېست مطابق  د تدریسي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۶
Background image

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د عامې روغتیا وزارت او نظامي تخصصي روغتونونو د ۱۴۰۵ کال تخصص بشپړولو بستونو د داخلېدو (Entrance) آزموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالولي صديقي...

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د عامې روغتیا وزارت او نظامي تخصصي روغتونونو د ۱۴۰۵ کال تخصص بشپړولو بستونو د داخلېدو  (Entrance)  آزموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۳:۵۹
Background image

ټاکل شوې چې سبا یکشنبه په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د عامې روغتیا وزارت د تخصص بشپړولو بستونو د داخلېدو (انټرنس) آزموینه واخیستل شي.

ټاکل شوې چې سبا یکشنبه په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د عامې روغتیا وزارت د تخصص بشپړولو بستونو د داخلېدو (انټرنس) آزموینه واخیستل شي. دغه آزموینه په شرایطو برابرو. . .

BACK TO NEWS