ډېر ژر به د لومړي ځل لپاره د طبي انجنیري څانګه د لیسانس په کچه محصلین فارغ کړي

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۹:۲۵
ډېر ژر به د لومړي ځل لپاره د طبي انجنیري څانګه د لیسانس په کچه محصلین فارغ کړي

د خوښۍ ځای دی چې د یادې څانګې محصلینو د خپلو زده کړو سربېره په خپله تحصیلي دوره کې د کابل ښار د ځینو خصوصي روغتونونو له کاره لوېدلي طبي وسایل بیا ترمیم کړي او د یادو روغتونونو د وسایلو د ترمیم خلا یې ډکه کړې ده.

همداراز د کابل طبي علومو پوهنتون د طبي انجنیري څانګه په تېرو څو میاشتو کې توانېدلې، چې د اړوندو تدریسي روغتونونو لکه علي اباد، میوند، سترګو، ستوماتولوژي، نسایي ولادي، قلبي صدري او وعایي ناروغیو انستیتیوت، نیږدې (٦٠) پایې بېلابېل طبي وسایل ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي. او همداراز ځینې مهم طبي وسایل یې اختراع کړي چې د محلصلینو په فراغت غونډه کې به نندارې ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS