کابل طبي علومو پوهنتون د افغانستان په کچه د لومړي ځل لپاره د پتالوژي ماسټرۍ پروګرام آزموینه د دغه څانګې د نوماندانو په ګډون ترسره کړه

IT_Director
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۲۱
پوهنتون علوم طبی کابل برای نخستین بار در سطح افغانستان امتحان برنامه ماستری پتالوژی را با اشتراک داوطلبان این رشته برگزار کرد

یاده آزموینه چې د پوهنتون رهبري او آزموینو ملي ادارې هيئت تر نظارت لاندې، په معیاري چاپېریال کې ترسره شوه موخه یې دغه ماسټرۍ پروګرام ته د نوماندانو شاملېدو او د هغوی د علمې ځواک او تخصصي مهارتونو ارزونه ده.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار دوکتور مفتي اسد الله نجات وویل چې دغه پروګرام د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې په دغه پوهنتون کې د پتالوژيکو ناروغیو د تشخیص او تحلیل په برخه کې د متخصصانو د روزنې لپاره جوړ شوی دی او ډېر ژر به یې درسونه پيل شي. نوموړي زیاته کړه چې د یاد پروګرام مخته وړلو لپاره بشپړ چمتوالی لرو.

د یادولو وړ ده چې په دغه آزموینه کې ۶۵ تنه نوماندانو ګدون درلود چې د آزموینو ملي ادارې له لوري يې آزموینه واخیستل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS