کابل طبي علومو پوهنتون د شیخ زاید پوهنتون له تدریسي روغتون سره د طبي وسایلو په فعالولو کې مرسته وکړه

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۶
کابل طبي علومو پوهنتون د شیخ زاید پوهنتون له تدریسي روغتون سره د طبي وسایلو په فعالولو کې مرسته وکړه

د کابل طبي علومو پوهنتون د طبي انجنیري ډيپارټمنټ ۴ تنه استادانو چې د شیخ زاید پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د طبي وسایلو او تجهیزاتو د فعالولو په برخه کې د همکارۍ په موخه خوست ولایت ته سفر کړی و د یاد روغتون ۱۳ پايې طبي وسایل چې له کاره لوېدلي و،  بیا ترمیم او فعال کړل.

په دغه وسایلو کې د DR, X-ray، وینټلاتور، انستیزیا، انفنټ آنکوباتور، انفنټ وارمر،Patient Monitor او نیبولایزر ماشینونه شامل و چې تر فعالېدو وروسته د کابل طبي علومو پوهنتون د طبي انجنیري ډيپارټمنټ استادانو لخوا هغه کارمندانو ته چې یاد وسایل يې کارول لازمه روزنه ورکړل شوه.

همدا رنګه ۱۲ پایې نور طبي ماشینونه چې د استادانو لخوا یې تخنیکي ستونزې په ګوته شوې چې د پرزه جاتو له تهیه کولو وروسته به فعال شي.

د یادونې وړ ده چې یاده همکاري د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون په غوښتنې او د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري د لارښوونې پر اساس تر سره شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۲۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سینا» رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ  او شورا د غړیو په حضور د دغه پوهنتو علمي شورا ناسته ترسره شوه چې پکې د یو لړ مهمو علمي موضوعاتو کتنه وشوه او په اړه یې پرېکړې وشوې.  

په یاده ناسته کې د علمي شورا د آجنډا اړوند ۱۰ مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې چې اساسي برخه یې د استادانو علمي ترفېع، تقرر او نور علمي مسایل وو. 

د شورا غړیو د دغه علمي موضوعاتو په اړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له اداري کارمندانو څخه د دعوت او ارشاد آمریت له لوري په (اسلامي شریعت کې معاملات) تر عنوان لاندې دیني درسونو آزموینه د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په حضور واخیستل شوه.

دغه آزموینه په داسې حال کې ترسره شوه چې د کابل طبي علومو پوهنتون کارمندانو په تېره ربعه کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د درسي نصاب او لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه د دعوت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري کمېټې غونډه د دغه پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ او د کميټې غړیو په حضور ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې د مالي او اداري چارو مرستیال د پوهنتون او تدریسي روغتونونو د ۱۴۰۵ کال د نیازمندیو لېست ترتیبولو، په ادارو کې د شته ستونزو په له منځه وړلو، د چارو ښه ترسره کېدو لپاره. . .

BACK TO NEWS