محمد هاشم ځاځی د روغتیایي موسسو چارو مرستیال په توګه معرفي شو

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۱۴:۳۷
محمد هاشم ځاځی به حیث معاون امور موسسات صحی معرفی شد

د لوړو زده کړو وزارت د لزوم دید او ریاست الوزرا مقام د حکم پر اساس د عمومي داخلې متخصص دوکتور محمد هاشم ځاځی د کابل طبي علومو پوهنتون د روغتیايي موسسو چارو مرستیال په توګه په داسې حال کې چې د رهبرۍ هیئت یو شمېر غړیو هم ګډون درلود د  پوهنتون رئيس دوکتور مفتي اسدالله نجات لخوا معرفي شو.

د پوهنتون رئيس دوکتور مفتی اسدالله نجات د روغتیایي موسسو چارو نوي مرستیال لپاره د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او ویې ویل چې دنده امتیاز او ویاړ نه بلکه یو مسوولیت دی او هر مسوولیت چې د انسان پر غاړه وي تر سره کول یې مقدس کار دی او اړینه دا ده چې مسوولیت په ښه ډول تر سره شي. نوموړي د روغتیایي موسسو چارو له پخواني مرستیال څخه چې په خپله کاري دوره کې یې ښه خدمات تر سره کړي دي ستاینه وکړه او له هغه څخه یې وغوښتل چې له نوي مرستیال سره خپلې تجربې شریکې او هر اړخیزه همکاري ورسره وکړي.

د یادونې وړ ده، کابل طبي علومو پوهنتون شپږ تدریسي روغتونونه لري چې د روغتیایي موسسو چارو معاونیت مسوولیت لري څو د دغه روغتونونو ټولو چارو ته رسیدګي وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۳۲
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۶۰ کلن ناورغ چې د پروستات غده یې لویه شوې وه د - TURP (Transurethral Resection of the Prostate) په روش سره یې اندوسکوپیک جراحي عملیات په بریالیتوب

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۶۰ کلن ناورغ چې د پروستات غده یې لویه شوې وه د - TURP (Transurethral. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۱۰
Background image

BACK TO NEWS