د خواشینۍ او ډاډ ګېرنې پیغام!

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۰:۱
د خواشینۍ او ډاډ ګېرنې پیغام!

په ډېرې خواشینۍ سره چې د کابل طبي علومو پوهنتون استاد  پوهنوال دوکتور عبدالغفار "همدرد" د چهارشنبې په ورځ مازدیګر مهال چې د روان ١٤٠٢ هـ ل کال د جدۍ میاشتې له شپږمې نېټې سره سمون لري د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند کارته نو سیمه کې د خپلې شخصي معاینه خانې سره نیږدې د شخصي خصومت او دوښمنۍ له امله  په شهادت رسیدلی دی.

پوهنوال دوکتور عبدالغفار همدرد د کابل طبي علومو پوهنتون یو له پیاوړو، فعاله او ځوانو استادانو له جملې څخه وو چې د جلدي ناروغيو متخصص او له څه مودې راهیسې د دغه پوهنتون د طبي زده کړو د پراختیا ریاست د سرپرست رئيس په توګه دنده هم ترسره کوله.

د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري د پوهنوال عبدالغفار "همدرد" مړینه د هېواد د طبابت په برخه کې یوه لویه او نه جبرانیدونکې ضایع بولي، چې تشه به یې د تل لپاره د هېواد په طبي ټولنه کې محسوسيږي.

د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري د پوهنوال عبدالغفار "همدرد" د شهادت په دې ستره غميزه  او درانه غم کې د دوی له کورنۍ او خواخوږو سره ځان شريک بولي او د څېښتن تعالی له لوی درباره څخه ارواښاد استاد "همدرد" ته د فردوس جنت او د کورنۍ غړو او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.

اِناللهِ وَ ِانا اِلیه راجِعون
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ او د علي‌آباد تدريسي روغتون مسؤلینو،

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ او د علي‌آباد تدريسي روغتون مسؤلینو، استادانو او ټاکل شوې کمېټې د غړیو په ګډون د علي‌آباد تدريسي روغتون د سرطاني ناروغیو جامع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۵:۳۲
Background image

له نسايي ولادي تدریسي روغتون څخه د مالي او اداري چارو مرستیال لیدنه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم د خپل نظارتي بهیر په لړ کې د نسايي ولادي تدریسي روغتون د اداري چارو او روغتیايي خدماتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۱۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند نسایي ولادي تدریسي روغتون د راپور پر اساس، د ۱۴۰۴ کال په جریان کې په دغه روغتون کې ۲۰۰۰ جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي.

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، دغه جراحي عملیاتونو کې د نسایي ولادي بېلابېلې برخې شاملې دي چې د شته امکاناتو او متخصصو ډاکټرانو د هڅو له امله په منظم او بریالي ډول ترسره شوي دي.

د. . .

BACK TO NEWS