سترګو تدریسي روغتون په تېرو دوو میاشتو کې ۶۵۰۰ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي

IT_Director
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۳:۴۵
شفاخانه کادری چشم در دو ماه گذشته برای 6500 بیمار خدمات صحی ارایه کرده اند

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون په بېلابېلو څانګو کې په تېرو دوو میاشتو کې ۶۵۰۰ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي دي.

د دغه روغتون د مسوولینو په وینا په دغه موده کې ۶۵۳۵ ناروغان ثبت شوي چې له ډلې یې ۲۲۶ تنه ناروغان بستر او د سترګو بېلا بېل عملیاتونه ورته ترسره شوي دي، همدا رنګه د روغتون مسوولین زیاتوي چې ۶۴۳ تنه ناروغانو او مراجعینو ته یې عینکې هم توزېع کړي دي.

د سترګو تدریسي روغتون رئیس ډاکټر محمد بشیر عثماني وايي چې دغه روغتون هوډ لري څو هېواد‏والو ته باکیفیته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

د یادولو وړ ده چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون د زده کړو او ځوانو ډاکټرانو ته د تدریس تر څنګ، ناروغانو ته روغتیایي خدمات هم وړاندې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS