د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري شورا غونډه ترسره شوه

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۴:۵
جلسه شورای رهبری پوهنتون علوم طبی کابل با حضور هیئت رهبری برگزار شد

دغه غونډه نن یکشنبه د روان کال زمري میاشتې پر اوومه نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي اسد الله نجات په مشرۍ د ریاست مقام دفتر کې د بېلابیلو موضوعاتو په اړه د مشورو، پرېکړو او نظریاتو شریکولو په موخه تر سره شوه.

په دغه غونډه کې له آجنډا سره سم په ستوماتولوژي تدریسي روغتون کې د غاښونو کېنولو (امپلنټ) د فیس، د سترګو تدریسي روغتون د کثافاتو د انتقال، د نسایي ولادي تدریسي روغتون د انټرنېټ ستونزې حل، د تدریسي روغتونونو د مسلکي کسانو د تبدیلۍ او یو شمېر نورو مهمو علمي او اداري موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې چې د نظریاتو او مشورو له شریکولو وروسته، لازمې پرېکړې ونیول شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS