د کابل طبي علومو پوهنتون د عامې روغتیا پوهنځي محصلانو ته د کارموندنې سیمینار وړاندې شو.

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۴:۳۸
سمینار کار یابی برای محصلان پوهنځی صحت عامه پوهنتون علوم طبی کابل برگزار شد.

د عامې روغتیا پوهنځي په هڅه د دغه پوهنځي رئیس پوهنیار روح الله سخي له لوري د دغه پوهنځی محصلانو ته له کاري ساحې سره بلدتیا او په کاري ساحه کې د ښه فعالیت په موخه د کارموندنې تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په دغه سیمینار کې د کار کړنلاره او د کاري کړنلارو تطبیق، د کار لټولو لارې چارې، د کار د قوت او ضعف ټکي پیدا کول او د ورځنیو کارونو په سمه بڼه ترسره کول، محصلانو ته تدریس شول.

دغه سیمینار په داسې حال کې وړاندې کېږي چې څه موده مخکې دغه پوهنځي محصلانو ته د کیفي تحقیق تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې کړی و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS