په قلبي، صدري او وعایي ناروغیو انستیتیوت کې یو تن ناروغ ته د زړه وال تبدیل شو

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۴:۱۹
په قلبي، صدري او وعایي ناروغیو انستیتیوت کې یو تن ناروغ ته د زړه وال تبدیل شو

د کابل طبي علومو پوهنتون په قلبي، صدري او وعایي ناروغیو انستیتیوت کې یو تن (٣٥) کلن ناروغ ته د زړه وال یا ( MVR) په بریالي ډول تبدیل او عملیات یې په بشپړ ډول بریالي شول. دغه عملیات د سویسي ډاکترانو په ملتیا د افغان ډاکترانو لخوا ترسره شوي، چې د ناروغ روغتیایي وضعیت پوره ډاډ من دی، د یادونې وړ ده چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د سویسي متخخصینو یاد پلاوی د دغه انستیتیوت د ډاکترانو د ظرفیت لوړونې او پیچلو عملیاتونو د ترسراوي لپاره راغلی چې،  تر دې مهاله یې یو شمېر مهم  د زړه خلاص عمیاتونه ترسره کړي دي. 
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د سویس هېواد د ایرو ایشیا بنسټ له لوري د قلبي، صدري او وعایي ناروغیو انستیتیوت سره د (٥٣) میلیونه افغانیو په ارزښت د زړه د بېلابېلو ناروغیو وسایلو مرسته شوې وه. او دا  دوهم ځل دی چې په دغه انستیتیوت کې د زړه ناروغ ته د زړه وال تبدیلیږي.
#کابل_طبي_علومو_پوهنتون
#په_افغانستان_کې_د_لوړو_زده_کړو_لومړنی_بنسټ

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS