د کابل طبي علومو پوهنتون یو محصل په یوکلني نړیوال او علمي کنفرانس کې د غوره څېړنیزې مقالې وړاندې کوونکي جایزه وګټله

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۰:۰
د کابل طبي علومو پوهنتون یو محصل په یوکلني نړیوال او علمي کنفرانس کې د غوره څېړنیزې مقالې وړاندې کوونکي جایزه وګټله

د بشیر احمد په نامه د کابل طبي علومو پوهنتون د عامې روغتیا پوهنځي څلورم ټولګي محصل په یوکلني نړیوال او علمي کنفرانس د ۷۰ تنو ګډون کوونکیو په ډله کې د غوره څېړنیزې مقالې وړاندې کوونکي لومړي مقام جایزه وګټله.

دغه کنفرانس چې په (FMIC) یا د مور او ماشوم لپاره د فرانسېویانو طبي انسټیټیوټ کې جوړ شوی و، د لومړي ځل لپاره د کابل طبي علومو پوهنتون د عامې روغتیا ۲۸ تنه محصلینو هم ګډون کړئ و چې د تغذي، حفظ الصحې، روغتیایي تعلیماتو، د چاپېریال او دندې روغتیا، روغتیایي سیستم، ساري او غیرساري ناروغیو تر عنوان لاندې څېړنیزې مقالې د داخلي او بهرني ګډونوالو په حضور کې وړاندې کړې.

د یادونې وړ ده چې په دغه څېړنیز کنفرانس کې د بشیر احمد لخوا وړاندې شوې څېړنیزه مقاله د ګډوالو لخوا خوښه شوه او هغه ډالې چې د لومړي مقام ګټونکي ته په پام کې نیول شوې و، ورته ورکړل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS