په کابل طبي علومو پوهنتون کې د مغز، اعصابو او ملاتیر جراحي لومړنۍ سمپوزیم جوړ شو

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۴۴
په کابل طبي علومو پوهنتون کې د مغز، اعصابو او ملاتیر جراحي لومړنۍ سمپوزیم جوړ شو

د کابل طبي علومو پوهنتون او د افغانستان اعصابو جراحانو ټولنې له لوري د مغز، اعصابو او ملا‏ تیر د جراحي لومړنی سمپوزیم د اعصابو جراحي متخصصانو د علمي ودې، ظرفیت لوړونې، د وروستیو علمي لاسته راوړنو د وړاندې کولو او د مغز او اعصابو په علومو کې له نویو لارو چارو سره د بلدتیا په موخه ترسره شو.  

په دغه سمپوزیم کې د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري هيئت. داخلي او بهرنیو ډاکټرانو او بېلابېلو ولایتونو د اعصابو جراحي برخې ډاکټرانو په حضوري او آنلاین ډول ګډون کړی و.

د یاد پروګرام په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور مفتي اسد الله نجات د یاد سمپوزیم له ټولو مسوولینو څخه د مننې تر څنګ د علمي کادرونو او متخصصانو د پرمختګ او تجربو شریکولو لپاره دغه ډول پروګرامونه مهم او ګټور وبلل.
همدارنګه د پوهنتون رئيس وویل چې د نویو لارو چارو او تکنالوژۍ سره د اعصابو جراحي برخې ډاکټرانو د بلدتیا او پرمختګ لپاره اړتیا ده چې دا ډول پروګرامونه لا ډېر  جوړ شي تر څو هېواد د اعصابو جراحي په برخه کې پر ځان بسیا شي او بهر ته د ناروغانو له تللو مخنیوی وشي. 

په دغه سمپوزیم کې د علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ استاد پوهاند ډاکټر احمد فواد پيرزاد د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ د مخینې په اړه خبرې وکړې، همدا رنګه د یاد ډيپارټمنټ کړنې او لاسته راوړنې یې هم شریکې کړې.

د یادولو وړ ده چې د علي آباد تدریسي روغتون، ولایتونو د روغتونونو د اعصابو جراحي ډاکټرانو او بهرنیو پروفیسورانو د مغز، اعصابو او ملا تیر د جراحي په اړه خپلې وروستۍ څېړنې وړاندې کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS