د نظارت او ارزونې هیئت د صدري او قلبي وعایي ناروغیو له انسټېټیوټ څخه لیدنه وکړه

IT_Director
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۹:۲۳
هیئت نظارتی و ارزیابی از انسیتیتوت امراض صدری و قلبی وعایی بازدید کرد

له روغتونونو څخه د نظارتونو په لړ کې دا ځل د کابل طبي علومو پوهنتون نظارتي هیئت د روغتیایي موسسو چارو مرستیال ډاکټر محمد هاشم ځاځي په رهبرۍ د سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ روغتیایي خدماتو تر سره کېدو بهیر ارزونه او نظارت وکړ.

د روغتیایي موسسو چارو مرستیال د یاد انسټېټيوټ له ټولو روغتیایي برخو څخه لیدنه وکړه او د هغوی د اړتیاوو او ستونزو له منځه وړلو په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادولو وړ ده چې د صدري او قلبي وعايي ناروغیو انسټېټیوټ د ماشومانو او کاهلانو قلبي داخلې، صدري داخلې، د زړه جراحي او صدري جراحي په برخو کې فعالیت کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS